
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران او درې اروپایي هېوادونو (بریتانیا، فرانسه او المان) ترمنځ د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په کچه د اټومي خبرو اترو ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه.
په دې خبرو اترو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو کاظم غریبابادي او مجید تخت روانچي ګډون کړی وو.
کاظم غریبابادي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې خبرو کې د غیرې مستقیمو خبرو اترو او بندیزونو د لېرې کولو په اړه نظرونه تبادله او بحث وشو.
نوموړي ویلي، چې ایران او دا درې اروپایي هېوادونه د اغیزمنې ډیپلوماسۍ د ساتلو او کارولو هوډ لري، او که اړتیا پېښه شي، بیا به د خبرو لپاره سره وویني.