افغانستانخبرونه

بدخشان کې له ځايي خلکو سره د طالبانو دوه ورځنۍ جګړه؛ ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د دوشنبې له ورځې د سه شنبې تر مازیګر پورې طالب وسله والو او ځايي ملکي خلکو د کوکنارو د کښت د مخنيوي په غبرګون جګړه کړې ده.

راپورونه وايي، په دغه دوه ورځنۍ جګړه کې ۱۵ ملکي وګړي چې اکثریت یې کروندګر دي وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپيان دي. په وژل شويو کسانو کې يوه ۱۸ کلنۍ پيغله هم ده چې مرمۍ يې کور ته ورغورځېدلې پرې وژل شوې ده.

جګړه هغه مهال پيل شوه چې يو شمېر کرونګر د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت د مخنيو کمپاين پر وړاندې ورټول شوي وو. د طالبانو تر هوايي ډزو وروسته خلک پر هغوی ورغونډ شول او د تیږو او لرګیو ګوزارونه يې پرې وکړل چې وروسته بیا وسله واله نښته پيل شوه او دوه ورځې یې دوام وکړ.

تر دې وړاندې هم په بدخشان کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ د کوکنارو د کښت د مخنيوي په غبرګون ورته جګړې شوې دي.

د بدخشان ولايت اوسېدونکي وايي چې قانون يو شان نه دی، په جنوبي ولايتونو کې د کوکنارو کښت ته اجازه شته خو بدخشان او نورو ولايتونو کې يې دا چاره مطلقه بنده کړې ده.