
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره (FAO) وايي چې د ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه د ۳۸۵ هغو څارويو مړي خښ کړي دي چې د کونړ د وروستۍ زلزلې له امله تلف شوي وو.
دې ادارې نن دوشنبه، د سنبلې ۱۷مه، اعلان وکړ چې د دغو څارويو مړي د کونړ ولايت د نورګل ولسوالۍ په « مزار دره» او د سوکي ولسوالۍ په «دره ديوهګل» کې خښ شوي دي.
دغه دفترزياته کړې چې د دوی ډلې اوس د هغو ژوندي پاتې شوو څارويو د واکسين او درملنې کار هم کوي چې د زلزلې نه وروسته ژوندي پاتې شوي دي.
دغه اداره وايي چې د څارويو واکسين او درملنه د خلکو د اساسي خوړو او عايد د سرچينو د خوندي کولو لپاره ډېره مهمه ده.
د کونړ وروستۍ زلزله د انساني تلفاتو له پلوه هم ډېرې درنې پايلې لرلې.
د طالبانو د شمېرو له مخې، په دې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او تر ۳۶۰۰ زيات نور ټپيان دي.