
کابل ټیلیګراف – ۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
تازه ګل اميني
سیمه ییزې سرچینې وایي، د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې یو اشپز طالب د پوستې په نورو طالبانو ډزې کړي، چې له
امله یې ۳ طالبان وژل شوی او ۳ نور ټپيان دي.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه نن د شیرزادو ولسوالۍ د بر اشپان سیمې په یوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
د دغه پېښې عامل چې د طالبانو په لیکو کې یې اشپزې کوله، د نورو طالبانو لخوا نیول شوې.
ویل کیږي، د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي.
د پېښې په اړه د سيمي يوه طالب کابل ټيليګراف ته د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې بريد کوونکی طالب وسلوال په همدې پوسته کې دنده درلوده چې د تنقيصيانو په لست کې راغلی و او د دندې پرېښودلو ته چمتو نه و، نو پر خپلو ملګرو راګرځېدلی دی.
که څه هم تر دې دمه د دغه پېښې انګیزه نده روښانه، خو د تیر نظام پر مهال به د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورته پېښو رامنځته کېدو ته نفوذې کړنه ویل کېده.