
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وايي، په کابل کې د یوې کورنۍ څلور غړي د فاضلاب څاه ته د لویدو او د ګازو د نیولو له امله مړه شوي دي.
دا پېښه پرون د کابل ارزان قیمت سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینو ویلي، لومړی یو ماشوم څاه ته لویدلی، او وروسته یې د کورنۍ درې نور غړي، چې د هغه د ژغورنې هڅه یې کوله، څاه ته لویدلي او د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
مړه شوي کسان دوه وروڼه، ماما او یو یې د ماما د کاکا زوی و.
مړه شوي کسان د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسیدونکي دي.