
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبانو د روسیې هېواد د کازان غونډې په څنډه کې له یوې روسي شرکت سره د تیلو استخراج او پروسس لپاره لومړنی تړون لاسلیک کړی دی.
د روسیه ریانووستي خبري اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قوله ویلي، چې د دې تړون له مخې به د انټیکوي په نوم روسي شرکت په افغانستان کې د تیلو پروسس فابریکې جوړې کړي.
په افغانستان کې د روسیه د سوداګرۍ مرکز مشر رستم حبیبولین ویلي، چې دا شرکت به ډېر ژر د تیلو استخراج لپاره کیندنې پیل کړي.
دا د افغانستان او روسیه ترمنځ د تیلو استخراج لومړنی تړون دی.