
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
ترکیې پولیسو په استانبول هوايي ډګر کې د درېیو اوزبیک مېرمنو له جنسي غړو څخه شپږ کیلوګرامه زیات طلا کشف کړل
د ترکیې پولیسو اعلان کړی، چې د استانبول په هوايي ډګر کې د امنیتي پلټنو پر مهال یې د درېیو مېرمنو له جنسي غړو څخه له شپږ کیلوګرامه څخه زیات طلا کشف کړي دي.
ویل شوي، دا طلا په ۱۲۰ کوچنیو ټوټو کې د اوزبیکستان درېیو مېرمنو له جنسي غړو موندل شوې ده.
د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې، کشف شوي طلا د استانبول د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څانګې ته سپارل شوې او په دې اړه پلټنې روانې دي.
رسنیو لیکلي، چې مامورینو د هوايي ډګر د بهرنیو الوتنو په تالار کې پر دې درېیو مېرمنو شک کړی و.
که څه هم د دوی د کڅوړو په پلټنه کې هیڅ شکمن شی ونه موندل شو، خو د ایکسرې سکین له لارې د دوی د کمر په ساحه کې غیرعادي کثافت لیدل شوی و.
د معلوماتو له مخې؛ دا مېرمنې د راډیولوژي معاینې لپاره ښاري روغتون ته لېږدول شوې، او په انځورونو کې څرګنده شوه، چې د دوی په جنسي غړو کې کوچنۍ ټوټې ځای پر ځای شوې دي.
تورنې مېرمنې د ښځینه پولیسو تر څارنې لاندې یوه ځانګړي ځای ته لېږدول شوې، او طلاوې د دوی له جنسي غړو څخه ایستل شوې دي.
د راپورونو له مخې، په ټولیزه توګه ۶ کیلوګرامه او ۲۸ ګرامه طلا په ۱۲۰ ټوټو کې، چې وزنونه یې بېلابېل وو، د دې درېیو مېرمنو له جنسي غړو کشف شوې دي.