
کابل ټیلیګراف – ۲۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان حیدر اباد ښار په یوې ودانۍ کې د برېښنا شارټۍ له امله د اورلګیدنې په ترڅ کې ۱۷ تنه مړه شوي.
د دې ودانۍ په لومړي پوړ کې د زرګرۍ هټۍ وي او پورتنۍ برخه کې یې د استوګنې کورونه و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، اور په لومړي پوړ کې تر لګیدو وروسته ټوله ودانۍ ونیوله، چې له امله یې د ۵ کالونو څخه د کم عمره ۶ ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه مړه شوي.
د دې اور لګیدنې له امله ګڼ شمېر کسان ټپيان او پراخه مالي زیانونه هم اوښتي.