افغانستانخبرونه

د طالبانو بهرنيو چارو وزير د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره وکتل

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د ایران له ولسمشر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو  پر دوه اړخيزو اړيکو او ايران کې د مېشتو افغان کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ايران ولسمشر افغانستان او ایران ښه ګاونډیان وبلل او زیاته یې کړه، هېواد يې چمتو دی، چې په ټولو برخو کې له افغانستان سره اړيکې پراخې کړي.

پزشکیان دغه راز افغان کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورته مهال د هېواد د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو پر مثبتو اړيکو، همکاريو، د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

مولوي امیرخان متقي دغه راز له ایرانه وغوښتل، چې افغان کډوال دې په تدریجي توګه افغانستان ته ستانه کړل شي، ترڅو د هغوی چارې او پانګې زیانمنې نه شي.