افغانستانخبرونه

خوست کې ناپېژانده کسانو یو رېکشه چلوونکی وژلی

کابل ټیلیګراف – ۲۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

 خوست کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې ناپېژانده کسانو یو «ریکشه چلوونکی» وژلی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ د خوست ښار د لرګیو په اډه کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي،  دغه ریکشه چلوونکی د چاقو په څو ګوزارونو وژل شوی او بیا یې سر پرې شوی دی.

د خوست امنیه قومانداني وايي، هڅه کوي د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.