
کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
خوست کې طالبان وایي، چې د دغه ولایت په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې یو ځوان له پنځه کلن کورني بنده آزاد کړی دی.
د خوست ولایت مقام لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ځوان د اسماعیلخېلو ـ مندوزیو ولسوالۍ د دوريخېلو په کلي کې په یوه کور کې د دوه متره اوسپنیزې پنجرې په دننه کې ساتل کېده.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه ځوان له پنځو کلونو راهیسې د خپل پلار او وروڼو له لوري په یاد حالت کې ساتل شوی او له همدې امله په رواني ناروغیو اخته شوی دی.