افغانستانخبرونه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا مهمو پروژو په اړه انلاین ناسته شوې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا انرژۍ شرکت (ترکمن انرګو) مسولینو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې، د الوان دښتې او کرکین سب سټېشنونو کې بدلونونو او له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه خبرې کړې دي.

‌ډاکټر عبدالباري عمر د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې ته په اشارې د چارو پر چټکتیا او د لازمو اسانتیاوو پر چمتو کولو ټېنګار کړی دی.

ورته‌مهال د ترکمن انرګو مسولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ته بلنه ورکړې، چې ترکمنستان ته سفر وکړي او د پروژو د چټکتیا لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ او لازمې اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.