
کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، افغانستان د روان کال په وري میاشت کې ۸۵.۷ میلیونه ډالره صادرات او ۸۴۲.۸ میلیونه ډالره واردات درلودل.
د دغې ادارې د معلوماتو لمخې، د هېواد صادرات او واردات د تېر کال د کب میاشتې پرتله راکم شوي دي.
د ۱۴۰۴ لمریز کال په وري میاشت کې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چینه شوي دي.