افغانستانخبرونه

بریتانیا، فرانسې او کاناډا پر غزه د بریدونو درېدو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

بریتانیا، فرانسې او کاناډا د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د غزې پر وړاندې د اسرائیلو دریځ غندلی او د بریدونو درېدو او کلابندي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.

د درېیو هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې که وضعیت دغه ډول دوام وکړي په اسرائیلو به هدف‌مند بندیزونه ولګوي.

دغه راز یادو هېوادونو د اسرائیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخنیوی هم د بشر له نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.