راپورونه

د امریکا او روسیې ضد او نقص خبرې او په سوله د اوکراین د جګړې بدلون

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

مخکې تر دې چې د روسیې او امریکا ولسمشران دوه ساعته ټلیفوني خبرې وکړي، د امریکا متحده ایالاتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ویلي، د روسیې ولسمشر په ښه توګه نه پوهېږي چې څنګه د اوکراین له جګړې څخه  ووځي.

هغه زیاته کړه: که روسیه د خبرو اترو لپاره لیواله نه وي، په پای کې به امریکا اعلان وکړي چې دا زموږ جګړه نه ده.

 دا خبرې په داسې حال کې دوام لري چې د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه مذاکرات تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

 په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د پوتین سره د تلیفوني خبرو وروسته وویل چې باور لري د روسیې مشر د اوکراین سره سوله غواړي.

هغه ټینګار وکړ چې پر روسیه به نور بندیزونه ونه لګوي، ځکه چې «د پرمختګ احتمال شته.»

د روسیې ولسمشر هم د دوشنبې په ورځ د خپل امریکایي سیال سره د تلیفوني خبرو په اړه وویل: مسکو چمتو دی چې د اوکراین سره د راتلونکي سولې تړون په اړه د تفاهم یادداشت باندې کار وکړي، چې کیدای شي د اوربند او د شخړې د حل اصول په بر کې ونیسي.

د پوتین په باور، د اوکراین شخړې د حل اصول، د احتمالي سولې تړون وخت ټاکل، او د یوې ټاکلې مودې لپاره احتمالي اوربند، د دې مسایلو بېلګې دي.

د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ: په دې برخه کې، روسي او اوکرایني اړخونه باید د سولې لپاره خپله اعظمي لیوالتیا وښيي او داسې جوړجاړي ته ورسېږي چې د ټولو اړخونو په ګټه وي.

 اخوا د اوکراین ولسمشر «ولوډیمیر زلنسکي» د دوشنبې په ورځ وویل چې د سولې د لارې نقشې په اړه د روسیې د تفاهم یادداشت جزییاتو څخه خبر نه دی، خو غواړي چې د مسکو وړاندیزونه وڅېړي.

زلنسکي زیاته کړه: کله چې موږ د روسانو یادداشت یا وړاندیزونه ترلاسه کړو، کولی شو خپل نظرونه د هغې مطابق تنظیم کړو.

زلنسکي اعلان وکړ چې د ټرمپ او پوتین د خبرو مخکې یې د امریکا ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړې وې او هغه ته یې ویلي: «زموږ پرته» د اوکراین په اړه پرېکړه مه کوئ، ځکه چې اصولي مسایل شته چې د کیف لپاره ډېر مهم دي.

د اوکراین ولسمشر د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د «خرسون»، «دونتسک»، «لوهانسک» او «زاپوریژیا» له څلورو سیمو څخه د وتلو لپاره د روسیې غوښتنه مني که نه، وویل: موږ خپل ځواکونه له خپلې خاورې څخه نه باسو.

 په دې اړه د کرملین ویاند «دمیتري پیسکوف» د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې او اوربند تفاهم یادداشت متن چمتو کول به پیچلي وي او د دې لپاره کوم وروستی مهلت نشي ټاکل کیدای.

هغه زیاته کړه: د دې سند مسوده به د روسي او اوکرایني اړخونو لخوا چمتو شي او دواړه خواوې به یې تبادله کړي، او بیا به د یو واحد متن د چمتو کولو لپاره پیچلې خبرې اترې ترسره شي.