افغانستانخبرونه

د حماس غورځنګ ځینې مشران ایران ته تللي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، باسم نعیم او اسامه حمدان په تهران کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي سره کتلي دي.

د اعلامیې لمخې دغه دوه مشران، د تهران د خبرو اترو په فورم کې د ګډون په موخه ایران ته تللي دي.

په دغه کتنه کې په فلسطین کې وروستي بدلونونه، په ځانګړي ډول غزه کې د اسراييل وروستي بریدونه او “جنګي جرمونو” په اړه خبرې کړې شوې دي.