خبرونهنړۍ

د ایران رهبر: امریکا دې له بې ځایه خبرو څخه ډده وکړي

کابل ټیلیګراف – ۳۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران رهبری ایت الله خامنه ای د دغه هېواد د مخکیني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لومړي تلین په مراسمو کې امریکا ته په خطاب کې ویلي، چې هڅه دې وکړي، چې امریکا بې ځایه خبرې ونکړي.

هغه زیاته کړه، دا چې وايي ایران ته به د یورانیمو غني کولو اجازه ورنه کړو، دا زیاته غلطي ده او اسلامي جمهوریت په دې برخه کې اجازې ته اړتیا نلري.

هغه دا هم وویل چې باور نه لري چې د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې اترې به کومه پایله ولري.

د امریکا او ایران ترمنځ د یورانیمو د غي کولو پرسر څلور پړاو غیر مستقیم مذاکرات شوي.

ټاکل شوې وه، چې روانه اونۍ د دغه مذاکراتو پنځم پړاو هم ترسره شي، خو د نا معلوم دلیل له مخې تر اوسه کره نیټه نده اعلان شوې.