افغانستانخبرونه

پنتاګون له افغانستانه د امریکا د وتلو بهیر څیړي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګست، یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د “له افغانستانه د امریکا د وتلو بهیر” وڅېړي.

هغه په یوه یادښت کې ویلي، خپل مشر ویاند، شان پارنل یې ګومارلی څو داسې یو پلاوی جوړ کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د “ناسم او ګډوډ وتلو” ارزونه وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې لوړپوړي پوځي چارواکي د دې موضوع په اړه ځواب ویونکي وي.

ښاغلي هیگست یو ځل بیا هغه مهال د امریکایي سرتېرو او ملکي وګړو وژل یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې دا ځل به له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي ارزونه پراخه او ژوره وي.