
کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پلان لري چې د ۲۵۰ میلیونو ډالرو بهرنۍ مرستې د سلګونه زره اوکرایني او هایتي وګړو د ایستلو او بیرته ستنولو پروګرامونو د تمویل لپاره وکاروي.
دغه کسان د تاوتریخوالي او جګړې له امله له خپلو هېوادونو څخه تښتېدلي دي.
واشنګټن پوسټ په دې اړه لیکلي چې د متحده ایالاتو د حکومت د داخلي مسودو اسنادو ته یې لاسرسی موندلی چې ښيي د ټرمپ اداره هڅه کوي د ۲۵۰ میلیونو ډالرو د هغو پیسو د مصرفولو لپاره طرحې چمتو کړي چې د بهرنیو مرستو لپاره ځانګړې شوې وې، ترڅو د هغو کډوالو د ایستلو لګښتونه پوره کړي چې د جګړه ځپلو سیمو څخه متحده ایالاتو ته راغلي دي.
لږ تر لږه ۷۰۰ زره کډوال له اوکراین او هایتي څخه پدې پروګرام کې شامل دي.
دغه ورځپاڼه همداراز لیکلي چې د افغانستان، فلسطین، لیبیا، سوډان، سوریې او یمن وګړي هم کیدای شي د دې پروګرام هدف وګرځي.
د دې طرحې منتقدینو ویلي چې دا اقدام غیر انساني دی؛ ځکه چې کډوال اړ کیږي هغو هېوادونو ته ستانه شي چیرې چې د مرګ له خطر سره مخ دي.