افغانستانخبرونه

کندهار کې د پولیسو پخوانی غړی ووژل شو

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د کندهار ښار سیمه‌ ییز سرچینې وايي چې نامعلومه وسله ‌والو د دغه ښار په دویمه ناحیه کې د پولیسو یو پخوانی غړی په ډزو وژلی .
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی نظامي مطیع‌الله نومېده او د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ اوسېدونکی و.

هغه چې له یوې مودې راهیسې د مزدورۍ لپاره قندهار ښار ته تللی و، تېره شپه د دغه ښار په دویمه ناحیه کې وژل شوی دی.
سرچینې وايي، مطیع‌الله د پخواني حکومت پر مهال د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله، خو د نظام له سقوط وروسته په کورناست و.

د دغه پخواني نظامي د وژنې انګیزه لا نه ده روښانه شوې. تر اوسه کومې ډلې د دې وژنې مسوولیت نه دی منلی.

په کندهار کې سیمه‌ییزو طالبانو هم په دې اړه څه نه دي