افغانستانخبرونه

بلخ کې یو کس خپله میرمن او ځوانه لور وژلي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یو کس خپله میرمن او ځوانه لور په ډزو وژلي.

یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه پېښه بیګا رامنځته شوې، چې لومړی یې خپله میرمن او وروسته یې ۱۴کلنه لور په ډزو وژلي.

دغه سرچینه وایي، یاده میرمن زموږ له خپلوانو څخه او قاتل له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي، خو دې وروستیو کې د فقیر او بې کارۍ له امله کورني اختلافاتو په ترڅ کې کورنۍ وژنې زیاتې شوي.

څو ورځې وړاندې په ننګرهار او کونړ ولایتونونوکې هم دوه تنه د ناڅرګنده کسانو له لورې په ډزو وژل شوي و.