
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې ۱۲ کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور په دُرو ووهل.
د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۲) کسانو ته د نشهیي تابلیتو (ذيکپ) د خرڅلاو، پلور او قاچاق په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له شپږو تر اته میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.