طالبانو د ملي تلویزیون ۳ سوه خبریالان او کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

کابل ټیلیګراف – ۳۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، طالبانو د دولتي ادارو د تشکیلاتو د کمولو په هڅه کې د افغانستان د «ملي راډیو او تلویزیون» ۳۰۰ کارکوونکي او خبریالان له دندو ګوښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، دا کسان د کابل په مرکزي دفتر او د «ملي راډیو او تلویزیون» په ولایتي دفترونو کې له دندو ګوښه شوي دي.
ویل کیږي، ګوښه شوي کسانو کې خبریالان، ښځینه او تخینکي کارکوونکي او هغه خبریالان چې د پخواني حکومت پر مهال یې دنده ترسره کړې وه.
د معلوماتو له مخې؛ ګوښه شوي کسانو کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو د «ملي راډیو او تلویزیون» دفترونو ۱۸ کارکوونکي او خبریالان شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو ډېری هغه خبریالان دي چې د پخواني افغانستان حکومت پر مهال ګمارل شوي وو.
مطیعالله ذکي، د ننګرهار د «ملي راډیو او تلویزیون» دفتر یو کارکوونکی وايي چې د شپږو کلونو کار وروسته له دندې ګوښه شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د دولتي ادارو څخه د کسانو په تنقیص کې «د ترازو کفه د چاپلوسۍ او اړیکو په ګټه درنه ده، نه د وړتیا او مسلکيتوب».
طالبانو د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري تشکیلاتو کې د ډېری وزارتخانهاو او کوچنیو ادارو تشکیلات کم کړي او سلګونه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.
د دې پرېکړې له مخې، یوازې د طالبانو د معارف وزارت څخه شاوخوا ۹۰ زره بستونه تنقیص شوي دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په هېواد کې فقر او بېکاري مخ په زیاتېدو ده او د هېواد ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.