
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د اسراییل له لوري غزه کې پر عرب او اروپایي ډیپلوماټانو برید غندلی دی.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت په لویدیځه غاړه کې د جنین پنډغالي د لیدنې پر مهال د عربي او نورو بهرنیو ډيپلوماټانو پر پلاوي د اسراییلي اشغالګرو برید په کلکو ټکو غندي.”
کاناډا، بریټانیا، فرانسې او مکسیکو هم د اسراییلي ځواکونو دغه عمل غندلی دی.