
کابل ټیلیګراف – د غبرګولي دوېیمه نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار لیکلي، چې مسکو او واشنګټن د یوې معاملې په لټه کې دي، چې په هغې کې به امریکا اوکراین روسيې ته وسپاري او په بدل کې به روسيه په افغانستان کې د بګرام اډه او امریکايي وسلو کنټرول امریکا ته ورکړي.
د حزب اسلامي مشر په ایکس شبکې کې په یوه یادښت کې دا څرګندونې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر د هغه وینا په حواله کړې، چې ویلي یې وو مسکو چمتو دی په افغانستان کې له واشنګټن سره خبرې وکړي.
حکمتیار ویلي، د روسيې او امریکا ترمنځ د افغانستان په اړه خبرې تر ۲۰۲۲ کال پورې روانې وې او اوس مسکو غواړي دا خبرې بیا پیل کړي.
هغه د روسيې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د هغه وینا یادونه کړې، چې ویلي یې وو د بګرام اډه د مسکو لپاره کومه ځانګړې اهمیت نه لري.
حکمتیار د روسيې، پاکستان او هند له لوري د افغانستان کې پاتې امریکايي وسلو په اړه د اندیښنو په حواله ویلي، چې دا څرګندونې ښيي مسکو چمتو دی له واشنګټن سره بیا معامله وکړي.
حکمتیار استدلال کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د چلند او په سپینې ماڼۍ کې د هغه د ویناوو څخه ښکاري، چې امریکا به اوکراین روسيې ته وسپاري، خو په بدل کې به «د افغانستان او بګرام اډې غوښتنه وکړي.»
حکمتیار زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري د چین د هوایي دهلیز سره یوځای کېدل به د امریکا، هند او ایران له لوري ورته غبرګون ولري او دا به د ایران او هند ترمنځ د چابهار پر ګډه پروژه ژور اغېز وکړي.
هغه ویلي، دا پرمختګ د امریکا د تمې خلاف و، ځکه واشنګټن فکر کاوه چې طالبان به د امریکا له سیالانو سره د داسې تړونونو له لاسلیک کولو ډډه وکړي.
حکمتیار د ټرمپ له لوري د بګرام اډې او په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو د بېرته اخیستو پر مکرر ټینګار سره لیکلي: «امکان لري په دې برخه کې مسکو، اسلام اباد، ډیلي او حتی تهران له متحده ایالاتو سره همکاري او ملاتړ وکړي، لکه څنګه چې دوی د افغانستان د اشغال پر مهال له امریکا او ناټو سره همکاري کړې وه.»
د حزب اسلامي مشر پایله اخیستې، چې دا پرمختګونه ښيي افغانان د نوو تحولاتو او ازموینو په درشل کې دي.
هغه زیاته کړې: «دا ګواښونه ریښتیني دي، نه خیالي او د توهمنو زېږنده، دا مخکې هم پېښ شوي او ممکن بیا تکرار شي. مهمه دا ده، چې ایا موږ د دې ګواښونو د مقابلې لپاره چمتو یو؟»
حکمتیار د هغه څه په حواله، چې هغه «د ګواښونو درک» بولي، لیکلي، چې ایا امکان لري ټول افغانان سره متحد شي ترڅو د ګواښونو په وړاندې ګډ دریځ او ستراتیژي ولري، «نه دا چې سبا او د پېښو پر مهال ځینې تسلیم شي، ځینې غرونو ته پناه یوسي او ځینې تېښته وکړي.»
حکمتیار په پای کې لیکلي: «موږ باید د تېرو تجربو څخه ډېر درسونه زده کړي وي.»