
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په فراه کې محلي چارواکي وايي، یو سوداګر په خپل شخصي لګښت د «خراسان فراه سپورټ کمپلیکس» په نوم یو د فوټسال میدان جوړ کړی.
دغه میدان د دې ولایت په مرکز د «نوروزي باغپل» په سیمه کې جوړ شوی دی.
د دې سپورټ کمپلیکس مسوول احمد وفا وايي، د لوبې میدان چمن د ۴۲ مترو په اوږدوالي او ۲۱ مترو په عرض سره په شپږو میاشتو کې جوړ شوی دی.
د هغه په وینا، د دې میدان جوړولو لپاره درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
دا لوبغالی د ۱۰۰۰ نندارچیانو د ځآیدو ظرفیت لري.
په تېرو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په شخصي لګښت د خلکو لخوا د سپورټي میدانونو، په ځانګړي توګه د فوټبال او فوټسال لوبغالو د جوړولو راپورونه ورکړل شوي دي.