
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، نن د نهرشاهي ولسوالۍ د قلعه حاجري سیمه کې د پنبې پروسس په یوه مرکز کې د پنبې د ماشین د زیات تودېدو له امله اور اخیستی.
دغه دفتر زیاته کړې، په دې اورلګیدنه کې نږدې ۶۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د را پورونو له مخې؛ دویمه اورلګیدنه د مزارشریف هوايي ډګر ته نږدې د زغر د تیلو د پروسس په یوه مرکز کې د برېښنا د شارټي له امله رامنځته شوې ده.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، دې پېښې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ زیان اړولی دی.
همدارنګه ویل شوي، د اور وژنې ځواکونو دا دواړه پېښې کنټرول کړي او د نږدې درې میلیونو افغانیو په ارزښت د توکو له سوځیدو مخنیوی شوی دی.