خبرونهنړۍ

پاکستان او هند په یو بل د هوايي حریم محدودیتونه تمدید کړل

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

پاکستان او هندوستان په یو بل د یو بلې میاشتې لپاره هوایي حریم محدودیتونه تمدید کړل.

د پاکستان د هوایي چلند ادارې اعلان کړی چې دا محدودیتونه به د جون تر څلرویشستمې نېټې پورې دوام وکړي.
د دې ادارې د اعلامیې له مخې، دا بندیز په ټولو هغو الوتکو لګېږي چې په هند کې ثبت شوې دي، د هندي شرکتونو لخوا اداره یا مالکیت لري، یا د هندي هوايي شرکتونو لپاره په اجاره دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د دې امر له مخې، هیڅ پرواز چې د هندي شرکتونو یا چلونکو لخوا ترسره کېږي، د پاکستان هوايي حریم ته د ننوتلو یا تېرېدو اجازه نه لري.
هند او پاکستان لومړی ځل دا هوايي محدودیتونه تېره میاشت، د نوي ډهلي تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ډزو له پېښې وروسته وضع کړل.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوه چې د دهلي او اسلام‌آباد ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې د وروستیو پوځي نښتو له امله لا هم تاوژنې دي.