افغانستانخبرونه

طالبانو له چین څخه په افغاني توکو د لګیدلې ماليې د کمولو غوښتنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین یوه چینايي چارواکي سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه چې په چینايي بازارونو کې دې، د افغانستان پر توکو لګېدلي مالیات کم شي.
احمدالله زاهد د چین د ګمرکاتو ادارې له مرستیال څخه وغوښتل چې د افغانستان د صادراتی توکو لپاره سخت معیارونه له منځه یووړل شي.
په اوس وخت کې په چینايي بازارونو کې د افغانستان د ځینو صادراتی توکو پر ارزښت نهه سلنه او دیارلس سلنه مالیه لګېږي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په وینا، د دې مالیې کمول به د افغاني توکو لپاره په چینايي بازارونو کې د سیالۍ امکان برابر کړي.
د چین د ګمرکاتو ادارې مرستیال په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیتونه لري او د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته.

هغه زیاته کړې چې د بیجینګ د قرنطین سختو معیارونو سره سره، دا هېواد چمتو دی چې د افغانستان سره مرسته وکړي.
د چین د ګمرکاتو ادارې مرستیال ډاډ ورکړی چې وړاندې شوي وړاندیزونه به د دیپلوماتیکو لارو وڅېړل شي او تر ممکنه حده به اړینې همکارۍ وشي.