
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د کونړ ولایت ماڼوګۍ ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې په ځنګل کې اور لګیدلی، چې د مړ کولو هڅې یې پیل شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست د طبیعي منابعو امر عبدالواسع احساس ویلي، دغه اور نن د ماڼوګۍ ولسوالۍ په کلایګل سیمه کې لګیدلی، چې د مهار کولو لپاره یې هڅې پیل شوي.
هغه زیاته کړه، د دغه اور د لګیدو لامل تر اوسه ندی روښانه شوی.
د تیرې پنجشبنې په ورځ هم د کونړ څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل درې سیمه کې د نښترو په یوه ځنګل کې اور لګیدلی و، چې له امله یې ۲۸ هکتاره ځنګل سوزیدلی دی.
د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د زیانونو ارزونې مدیر احسانالله احسان وایي، دغه اور د شپنو د پخلي له امله لګیدلی و او دوه ورځې دوام وکړ، چې د سیمې د خلکو او ولسوالۍ د مسؤلینو په هڅو مهار شو.
وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې اور لګیدنې زیاتې شوي دي.