
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراين د روسیې وروستي بريدونه چې لږ تر لږه ۱۳ کسان پکې وژل شوي غندلي دي.
ټرمپ پر خپلې تولنیزې رسنۍ (ټروت سوشل) خپل روسیی سیال ولادمير پوتین بشپړ لېونی بللی او نوموړی یې د ډېرو خلکو په وژنه تورن کړی دی.
دغه راز ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادمير زلنسکي هم نیوکې کړې او ویلي یې دي، «زلنسکي چې په کومه لهجه خبرې کوي، د هېواد په ګټه یې نه دي.»