
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
سیمهییزو روغتیایي چارواکو ویلي، د اسراییل د هوايي بریدونو په ترڅ کې په غزه کې تېره ورځ (یکشنبه) لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.
د بشري مرستو رسونې یو لوړپوړی چارواکی او یو سیمهییز خبریال هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.
رویټرز وايي، دغه تلفات د اسراییل په جلا جلا بریدونو کې په خانیونس، جبالیا او النصیرات سیمو کې رامنځته شوي دي.
روغتیایي چارواکو زیاته کړې چې سیمهییز خبریال، حسن مجدي ابوورده د خپلې کورنۍ له څو غړو سره یوځای د یوه هوايي برید په پایله کې چې د دوی کور یې په نښه کړی و، په جبالیا کې وژل شوی دی.