افغانستانخبرونه

لغمان کې طالبانو دوه کسان په دُرو ووهل

کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ستره محکمه وایي، په لغمان ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه په عام محضر کې په دُرو ووهل.

سرچېنې لیکلي چې ابتدائیه محکمې يو مجرم پر يو کال تنفيذي او ۳۰ دُرو او مجرمه پر درې کاله تنفيذي بند او ۳۰دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

طالبان هره ورځ د نړۍوالو او کورنیو غبرګونونو سره سره خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکوي.