افغانستانخبرونه

لغمان کې د موسیقۍ تر سلو زیاتې الې سوځول شوي

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال

: په لغمان کې د طالبانو د امربالمعروف اداره وایي، د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې د موسیقۍ بېلابېلې ۱۰۹ الې سوځولي دي.

د یادې ادارې مشر مولوی محمد پاچا احمدي وایي، د موسیقۍ دغه الې یې چې په تیرو څو میاشتو کې د یادې ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د خوښیو او نورو مراسمو پر مهال را ټولې کړې وې، پرون یې د الینګار ولسوالۍ په نورلام صاحب درې کې وسوځولې.

د طالبانو د امربالمروف وزارت خبر ورکړی، چې تېرکال یې په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱ زره او ۳۲۸ الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته موسیقي حرامه بلل شوې او طالبانو پرې بندیز لګولی.