خبرونهنړۍ

ټرمپ: ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي ایران سره په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، خو پر روس د نورو بندیزونو لګولو په اړه غور کوو.ي

هغه زیاته کړې، له ایران سره ډېرې ښې خبرې اترې شوي او په مذاکراتو کې پرمختګ لیدل شوی.

ټرمپ وایي، د روس ولسمشر پوتین خلک وژني او له همدې امله له نوموړي ناخوښه دی، چې له همدې امله پر روسیې د نورو بندیزونو لګولو غور کوي.

د یادونې وړده، چې د جمعې په ورځ په روم کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د اټومي خبرو اترو پنځم پړاو پای ته ورسېد.
د متحده ایالتونو چارواکو په وینا، دواړو خواوو په راتلونکي کې د بیا لیدو پرېکړه کړې ده.

دوی وایي، د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې اترې رغنده وې، په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو دواړو هېوادونو ته د نور کار کولو اړتیا ده.