افغانستانخبرونه

د طالبانو کابینې د لاس پلرونکو د تنظیم طرحه تایید کړه

کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو رییس‌الوزرا محترم ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۲۱مه غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د کابینې یاده غونډه کې د لاس پلورونکو د تنظیم طرحه تایید او د ۴۰ سلنې فیس په تخفیف د مشرتابه له منظورۍ وروسته د تایید وړ ګڼل شوې.

دغه راز دې غونډه کې د اقتصادي زونونو د ارزونې کمېټې راپور تایید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، څو په دې اړه خپلې چارې له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ ترتیب او پرمخ یوسي.