
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د انګلیستان د فوټبال غورهلیګ سیالۍ د لیورپول لوبډلې د اتلولۍ جشن د نمانځنې پر مهال یو موټر د مینوالو په ډله ورغلی، چې له امله یې ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.
د بریتانیا پولیسو اعلان کړی، موټر چلوونکی، چې ۵۳ کلن بریتانیايي دی، نیول شوی دی.
د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.