
کابل ټیلیګراف – ۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په افغانستان باندې د بمونو د مور له غورځولو څخه اته کاله وروسته، ډیری کلیوال د پوستکې او روغتیا له ستونزو سره مخ دي.
په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د ختیځ ولایت ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د “مور بم” په نوم یو بم وغورځاوه، چې هدف یې د داعش ډلې له منځه وړل بلل شوي وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، د افغانستان د ننګرهار ولایت په یوه لرې کونج کې کلیوال لاهم د امریکا د پوځ د تر ټولو ویجاړونکي غیر اټومي بم له غورځولو څخه اته کاله وروسته د هغه له پایلو سره لاس او ګریوان دي.
الجزیرې لیکلي چې ډیری ماشومان د پوستکي له ستونزو سره مخ دي او د سیمې اوسیدونکي هم د روغتیا ستونزو سره مخ دي.
پر روغتیايي ستونزو سربیره، دې بم د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي، چې ډیری خلک یې اړ کړي دي چې د حکومت له مرستې پرته خپل کورونه بیا جوړ کړي.