
کابل ټیلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال مولوي عبداللطیف ثابت په مشرۍ یوه پلاوي د SHAPE (ټولنيزې روغتيا، عامه پوهاوي، بېړنيو بشري مرستو او اقتصادي پياوړتيا له لارې د زيانمنو او اړمنو وګړو د ملاتړ برنامې) د ارزونې په موخه د ترکیې استانبول ښار ته سفر وکړ.
افغاني سره میاشت وایي، ياد سفر د FCDO (د برېتانيې د بهرنیو شریکو ګټو او پراختيايي چارو ادارې) په بلنه ترسره شوى؛ څو د يادې برنامې روان وضعيت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزوي، او د راتلونکو کلونو لپاره د يو اغېزمن پلان د طرحې پر جوړولو بحث ترسره او په تړاو يې لازمې پرېکړې وشي.
د یادونې وړه ده، چې افغاني سره مياشت د SHAPE برنامې له لارې اړمنو کورنیو ته اړینې مرستې رسوي.