افغانستانخبرونه

طالبانو صنعتي سیمو کې په شرایطو برابر صنعتکارانو ته د ځمکې وېش پیل کړ

کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په صنعتي سيمو کې هغو صنعتکارانو ته چې قانوني شرایط یې پوره کړي، د ځمکو  د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه ډلې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په صنعتي سیمو کې صنعت‌کارانو ته د ځمکو وېش هېوادوالو ته د کاري زمینې برابولو،  د اقتصادي ودې او صنعتي پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام بللی.
نوموړي زیاته کړه، په صنعتي ساحو کې د ځمکو له وېش سره به نوی فصل پیل او هېواد به له صنعتي پلوه لا پیاوړی شي.
ښاغلي برادر د صنعتي ځمکو له ګټه اخیستونکو وغوښتل، چې له یادو ځمکو څخه د تولید او د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې مناسبه او مؤثره ګټه واخلي.
همداراز نوموړي په کور دننه او بهر کې میشت افغان پانګوالو څخه وغوښتل، چې خپل صنعت، تجربه او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هېواد د اقتصادي بنسټونو په پیاوړتیا، د کاري فرصتونو په برابرولو او د صنعت سکټور په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې پانګوال باید د خپلو تولیداتو خام مواد په کور دننه چمتو کړي او افغانستان د تولیداتو لپاره د خامو موادو پراخې طبیعي سرچینې لري.
ښاغلي عزيزي صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش په برخه کې د روڼتيا ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري وایي، تر دې دمه ‎افغانستان ته ډېر توکي له بهره واردېدل؛ خواوس هڅې روانې دي چې ټول اړین توکي په کور دننه تولید شي.
ښاغلي عمري په صنعتي پارکونو کې صنعتکارانو ته د ځمکې د ملکیت سند د وېش لړۍ په ناسته کې تمه ښودلې، چې افغانستان پر يو صادراتي هېواد بدل شي.
د دغو مراسمو په پای کې ۹۱ صنعت‌کارانو ته د صنعتي فعالیتونو په موخه د ځمکې د ملکیت سند د وېشل شول.