افغانستانخبرونه

خوست کې د دوو کورنیو شخړه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

خوست کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغه ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د وسله‌والې شخړې له امله څلور کسان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د تڼيو ولسوالۍ د للمۍ کوټکي په کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچېنې لیکلي، د هغه په وينا، شخړه د يو ماشوم پر سر رامنځته شوې چې له امله یې د يوې مېرمنې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي، يوه بله مېرمن ټپي شوې، او د بل لوري يو تن وژل شوی دی.

طالبانو ویلي، د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پوليسو سيمې ته پر وخت رسېدلي او ټپي شوې مېرمن يې روغتون ته لېږدولې ده، خو د هغې روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.