افغانستانخبرونه

پکتیکا کې ۴۴ نوي مخابراتي سایتونه جوړیږي

کابل ټیلیګراف – ۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د پکتیکا ولایت لپاره یې د ۴۴ نوو مخابراتي سایټونو منظوري ورکړې چې په جوړېدو سره به یې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو خلک له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.

د یاد وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په دوام، د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه پکتیکا ولایت ته سفر کړی دی.

هغه لیکلي، حقاني د دغه سفر پر مهال اړوندو مسوولینو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې وزارت یې د هېواد لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه کوي او هڅه کوي چې د افغانستان ټولې برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د الکوزي په وینا، د پکتیکا هغو سیمو ته چې لا هم له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي، د ۴۴ نوو مخابراتي انتنونو منظوري ورکړل شوې ده.

د ده په وینا، له دې مخکې هم د دغه ولایت لرو سیمو ته د مخابراتي خدماتو د پراختیا په موخه د ټي‌ډي‌اېف لسمې پروژې له لارې ۲۹ انتنونه منظور شوي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې سره په پکتیکا کې د ټولو مخابراتي انتنونو شمېر ۷۳ ته رسېږي.