د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان: ۹۲ سلنه ښځينه خبریالانې په ښکاره ډول کار نه شي کولی

کابل ټیلیګراف د تلې لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د رسنيو ملاتړ سازمان (AMSO) د طالبانو په تېر څلور کلن حکومت کې د ښځينه خبریالانو د کار، ژوند او له دوی سره د طالبانو د چلند په تړاو راپور خپور کړی دی.
دغه راپور چې (د رژيم تر بدلون وروسته افغان ښځينه خبریالانو مقاومت) نوم ورکړل شوی، یاده اداره وايي چې په افغانستان کې مېشتو ۱۰۰ ښځينه خبریالانو سره د مرکو له لارې يې دا راپور چمتو کړی دی.
د افغانستان د رسنيو ملاتړ سازمان چې له هېواده بهر د افغان خبریالانو د ستونزو د حل په موخه رامنځته شوی، نن يې د خپل دغه راپور پایلې شریکې کړې.
د دغه سازمان مشر حامد عبیدي کابل ټيلیګراف ته وويل، د دوی وروستي راپور جوته کړه چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځينه خبریالانو په وضعيت کې د پام وړ منفي تغیرات رامنځته شوي دي.
دی وايي، دا راپور له ۱۰۰ ښځينه خبریالانو سره د مرکو پر پایلو جوړ شوی چې له مخې يې یوازې ۶.۹ سلنه خبریالانې په افغانستان کې په ښکاره کار کولای شي.
دی زیاتوي: ((۹۲ سلنه ښځينه خبریالانې اړې شوې چې خپل کاري ماحول یا کاري سیسټم بدل کړي، دوی یا په پټه کار کوي، يا په مستعارو نومونو خپلې لیکنې خپروي.یا هم له کوره خپل رسنيز فعالیت ته ادامه ورکوي.))
د ښاغلي عبیدي د معلوماتو له مخې، د دغې څېړنو پايلو دا هم څرګنده کړې چې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو په تېرکال کې هېڅ مرسته نهده ترلاسه کړې.
دی وايي: ((دوی په درېیو برخو کې مرستو ته اړتیا لري. يو د سایبر سیکورټي (انټرنېټي امنیت) برخه کې ځکه چې دوی اکثره انلاین کارونه کوي.دویم د رواني روغتيا برخه کې مرستو ته اړتیا لري او درېیم د ظرفیت جوړونې یا د ظرفیت لوړونې برخه کې مرستو ته اړتیا لري.))
د افغانستان د رسنيو ملاتړ سازمان په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په افغانستان کې نږدې نیمايي ښځينه خبریالانې وېره لري چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به ونه شي کړای چې خپل کار ته دوام ورکړي.
دغه سازمان وايي، افغان ښځینه خبریالانې له ټولو ګواښونو او محدودیتونو سره سره ډېری وخت له خپلو کورونو نه په پټه چې د استقامت او مسلکي ژمنتیا څرګندونه کوي، کار ته دوام ورکوي.










