خبرونهنړۍ

فرانسې د اسرائيلو په اړه د سخت دریځ غوره کولو ګواښ وکړ

کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د فرانس ولسمشر ایمائول میکرون وایي، که اسرائیل په غزه کې بشري وضعیت ښه نه کړي، اروپايي هېوادونه به سخت دریځ ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، د فلسطیني دولت مشروط پیژندل یوازې اخلاقي دنده نه، بلکې سیاسي اړتیا هم ده.

هغه د اوکراین جګړې په اړه وویل چې دا د امریکا د اعتبار ازموینه ده.

د فرانسې ولسمشر د روس په اړه وویل: که روس اوربند ته چمتو نه شي، اروپايي هېوادونه به پرې نوي بندیزونه ولګوي.