
کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د فرانسې حکومت په ټولو هغه عامه ځایونو کې د سګریټو په څکولو بندیز ولګاوه، چې هلته ماشومان تګ راتګ کوي.
د راپورونو له مخې؛ دغه بندیز به د جولاۍ له لومړۍ په ټوله فرانسه کې تطبیق شي، چې سرغړونکي به تر ۱۳۵ ایرو پورې جرمانه کیږي.
د دغه بندیز له مخې؛ ساحلونو، پارکونو، عامه باغونو، د ښوونځیو بهرنۍ برخې، د بس تم ځایونه او د لوبو میدانونه هغه سیمې دي، چې په کې د سګریټو په څکولو بندیز ولګیده.
د فرانس د روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیرې کاترین ووترین ویلي، سګرېټ باید له هغو ځایونو ورک شي چیرې چې ماشومان وي، ځکه د سګرېټ څکولو ازادي هلته ختمیږي چیرې چې د ماشومانو د پاکې هوا د تنفس حق پیل کیږي.
په فرانس کې هر کال شاوخوا ۷۵,۰۰۰ کسان د تنباکو له امله د ناروغیو له کبله مړه کیږي.
د یوې وروستۍ سروې له مخې، ۶۲٪ فرانسویان په عامه ځایونو کې د سګرېټ څکولو پر بشپړ بندیز ملاتړ کوي.
دا اقدام د عامه روغتیا د ښه کولو او ماشومانو د لوګي له زیان څخه د خوندیتوب لپاره یو لوی ګام بلل کیږي.