
کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د پنجاب صوبې د بهاولنګر په سیمه کې د اوبو په شخړه کې د دوو ډلو ترمنځ ډزو کې پلار او دوه زامن وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، د بهاولنګر د چشتیانو نږدې په ۳۳ چک سیمه کې د اوبو د رسولو له امله شخړه رامنځته شوې، چې په پایله کې یو پلار او دوه زامن ځای په ځای وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي.
پولیسو ویلي، مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، او د تورنو د نیولو لپاره هڅې جریان لري.