افغانستانخبرونه

له پاکستان څخه ۶۰۶ افغانان خپل هېواد ته لیږل شوي

کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان رسنۍ وایي، پرون له دغه هېواد څخه ۶۰۶ تنه افغان کډوال افغانستان ته لیږل شوي.

د دغه هېواد جنګ ورځپاڼې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي: تېره ورځ د طورخم له لارې ۶۰۶ غیرقانوني کډوال او ۲۴۳ ا افغان سیټیزن کارډ لرونکي خپل هېواد ته ستانه شول.

دغه رسنۍ لیکلي: دغه راز د انګور اډې له لارې هم ۱۰ افغانان لیږل شوي.

د یادونې وړده، چې د ۲۰۲۳ سپټمبر څخه تر اوسه  ۵ سوه ۴۹ زره ۹۳۲ افغانان له خیبر پښتونخوا څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.