خبرونهنړۍ

پاکستان کې په کم عمره کې په ودونو بندیز ولګید

کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان ولسمشر اصف زرداري د ماشومانو د ودونو د مخنیوي قانون لاسلیک کړه.

د دغه قانون له مخې؛ هغه کسان چې له اتلس کالونو یې عمر کم وي او واده وکړي، نو د واده ځوان به یو کال بندي کیږي او ترې به سل زره کلدارې جریمه هم اخیستل کیږي.

د دغه پرېکړې له مخې؛ که یو بالغ سړی له کم عمره نجلۍ سره واده وکړي، هغه ته به تر ۳ کلونو پورې د بند سخته سزا ورکول کیږي.

دغه قانون وايي، که عدالت ته معلومه شي چې د کم عمر ماشومانو واده کیږي، نو عدالت به یې د مخنیوي امر جاري کړي، او د معلوماتو ورکوونکي هویت به خوندي وساتل شي.