
کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پوځ ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوې پوستې پر چک پوسټ برید شوی، چې په کې د دوی ۴ سرتېري وژل شوي.
د پاکستان پوځ، چې دا بریدګر یې د هند ملاتړي کسان بللي، ویلي چې ۷ تنه بریدګر په جلا جلا نښتو کې وژل شوي.
د پوځ په وینا، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیات لا هم روان دي.
څو ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان د ارمي سکور په بس موټر برید هم پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند لخوا ترسره شوې دی.