افغانستانخبرونه

د طالبانو مشر د پکتیکا مسوولینو ته: له خلکو سره نرم چلند وکړئ

کابل ټلیګراف – ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د پکتیکا د مسوولینو په روزنیز سمینار کې، چې کندهار کې جوړ شوی و، ګډون کړی او مسؤلین یې له خلکو سره ښه چلند ته را بللي دي.

د دغه ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې هیبت الله ټینګار کړی، باید له انفرادیت، نفاق، قوم‌پرستۍ ډډه وشي او د یووالي، همغږۍ، شریعت ته ژمنتیا، د مشرانو اطاعت، د جهاد اهدافو ته ژمنتیا او د عدالت او اصلاح لپاره هڅې وشي.

د طالبانو مشر له مسوولینو غوښتي چې له علماوو سره غونډې وکړي، تقوا غوره کړي او له خلکو سره نرم چلند وکړي.

نږدې څلور کاله کیږي، چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، خو د دغه ډلې مشر تر اوسه ندی لیدل شوی.